په دې وروستیو کې د جمعیت په نوم ګوند څو پخوانیو مشرانو په ټولنیزو رسنیو کې د انسجام او یوځای کېدو اعلان وکړ. دا اعلان داسې مهال کېږي، چې دا ګوند د پخواني مشر برهان الدین رباني تر وژل کېدو وروسته انشعاب ته ولاړ او په څو ټوټو ووېشل شو. د برهان الدین رباني زوی، صلاح الدین رباني د خپل پلار تر مړینې وروسته خپل ځان د دغه ګوند مشر او په عامه اصطلاح میراث خور اعلان کړ، خو له نوموړي سره د مسعود کورنۍ، عطامحمد نور او ګڼو نورو لوړپوړو کسانو کلک مخالفت وکړ، تر دې چې دا ګوند نور هم د زوال په لور ولاړ.

د یاد ګوند د زوال په دوام، دا ناندرۍ هغه مهال نورې هم ډېرې شوې چې عطامحمد نور په دغه ګوند کې څو کسان پر ځان را ټول کړل او ځان یې د دغه ګوند مشر اعلان کړ، دغه راز بلخوا د مسعود کورنۍ بیا خپل ځانونه د دغه ګوند د مشرۍ تر ټولو ډېر مستحقین ګڼل او په دې توګه یې له رباني او نور سره پټ او ښکاره مخالفتونه پیل کړل او آن د ځینو نورو کسانو په منځ کې خو یې د جمعیت ګوند ترڅنګ د بل موازي ګوند او حرکت د پیل خبرې هم روانې وې.

د جمهوریت له پرځېدو وروسته، د دغه ګوند غړي او مشران چې د پرځېدلي جمهوریت اصلي هسته هم دوی جوړوله، له افغانستانه بهر یې د بیا انسجام او را ټولېدو لپاره ډېرې منډې ترړې وکړې، خو له هرې منډې او هڅې وروسته، د دوی اختلاف لا پسې ډېر او د انسجام پر ځای د انزوا او انشعاب پر لور ولاړل، د دوی له خوا په یوه او بل نامه جوړ شوي جوړښتونه هم سره وشړېدل او وپاشل شول. اوس چې دوی بیا په داسې حال کې د انسجام او یووالي خبره کوي، چې د دغه ګوند اصلي مشران او د رهبرۍ غړي (د رباني په ګډون) له نوي جوړښت سره کلک مخالف دي او پر خپل دریځ ټینګار کوي.

بل لور ته د جمعیت د انسجام دا اعلان یوازې عطامحمد نور کړی، نه د مسعود کورنۍ او نه هم نورو کسانو چې دوی یې په اعلامیه کې یادونه کړې ده؛ نه هم یادو کسانو په دې اړه تر اوسه په رسمي توګه څه ویلي، چې دا په خپله د یوه لوی درځ او اختلاف ښکارندويي کوي. بله او تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې جمعیت ګوند یو وخت یوازې د بهرنیو کړیو او تر ډېره استخباراتي ادارو په مرسته د ځینو ماموریتونو د سرته رسولو په موخه جوړ شوی و، چې د هغو ماموریتونو په پوره کېدو یا یې د وخت په تېرېدو سره بېرته له ملاتړه لاس واخیست او ورسره جوخت د پاشل کېدو خواته ولاړ.

که اوس هم د جمعیت وېشلي او پاشلي ګوند اوسني وضعیت، متزلزلې رهبرۍ او مشرانو ته وکتل شي، هر یو یې د خپل مادي او شخصي ګټو په لټه کې دی، هر یو یې لا له وړاندې له جمعیت سره موازي نورې چارې پر مخ وړي او ټوله هڅه یې پر خپلو شخصي ګټو او موخو را ټوله وي، جمعیت ګوند او ادرس ته یوازې په هغه وخت کې مراجعه کوي، چې د ګټو تقاضا یې وي، له دې پرته دا ادرس دوی ته هم بې مانا او بې ارزښته دی.

نو د پایلې په توګه ویلی شو، چې د جمعیت د یووالي او انسجام نوی اعلان په حقیقت کې د دوی د مرګ او زوال د وروستۍ سلګۍ اعلان دی او ډېر ژر به یې دا نسبي وضعیت هم له منځه ولاړ شي، ځکه نور نه په جمعیت او نه هم په جمعیتیانو کې داسې څه پاتې دي چې دوی سره پرې راټول شي. بهرني اړخ ته یې هم که وکتل شي، د جمعیت ګوند تېرو تورو او مفسدو کړنو ته په پام سره، هېڅوک زړه نه ښه کوي چې له دوی سره په بېرته راپورته کېدو کې دې مرسته وکړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version