د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د جاپان د بهرنیو اسعارو زېرمه په اګست میاشت کې ۸۰ میلیارده ډالره کمه شوې او ۱.۲۸۷ ټریلیون ډالرو څخه ۱.۲۰۷ ټریلیون ډالرو ته راټیټه شوې.
د جاپان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، دا په یوه میاشت کې د بهرنیو اسعارو د زېرمو ۶.۱۸ سلنه کمښت دی او له ۲۰۰۰ کال راهیسې تر ټولو چټک کمښت بلل کېږي.
د راپور له مخې، د زېرمو کمېدو مهم لامل د ین د پیاوړتیا لپاره د اسعارو په بازار کې د جاپان مداخلې دي. جاپان تر دې دمه د ین د ملاتړ لپاره ۲۷.۱ ټریلیون ین لګولي دي.


