د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د ولسمشر مسعود پزشکیان ستراتیژیک مرستیال او د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف له خپلې دندې استعفاء کړې ده.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي تېره ورځ یکشنبه په ایران کې د وروستیو سیاسي او اقتصادي بدلونونو وروسته خپله پرېکړه کړې ده.

محمد جواد ظریف نن دوشنبه پر خپلې اېکس پاڼې د یو متن په خپرولو سره خپله استعفا تائید کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version