تر هغه وخته چې واک د سرپرست حکومت د اوسنیو مخالفینو په لاس کې و او د افغانستان په ادارو کې د جمهوریت نوم لیکل کېده، ټولې ګټه اخیستونکې ډلې، مقام‌ پرست سیاستوال او د شتمنیو لوټماران د دې لپاره چې د خپلو څوکیو مالکیت وساتي، مجبوره وو چې د چوپتیا مهر پر شونډو ولګوي. هر څوک په خپلې غلا او فساد بوخت وو، ځکه خو یې د نورو افشاء کولو ته زړه نه ښه کاوه، ځکه چې نه یې غوښتل خپل راتلونکی او ارام ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

ځینې کسان چې زړونو یې درد کاوه، وجدانونه یې د حالاتو په اړه بیداره وو، د نظام له چټلۍ ستړي وو خو د مخالفت توان یې نه درلود. دوی د یو مناسب فرصت په تمه وو تر څو وکولی شي له حقیقت څخه پردې پورته کړي، د خیانتونو پټ رازونه افشاء او خپل وجدانونه له دې دروند بار څخه خلاص کړي.

تر هغې چې دا فرصت برابرېده، یا خو یې ځان له فساد سره ظاهراً همغږۍ نیوه، د زړونو دردونه یې پټ ساتل او د مصلحت چوپتیا ته یې پناه وړله، یا یې یوازې د پیښو ننداره کوله. د وېرې له امله یې غږ نه اوچتاوه او د اوبو تر لیدو وړاندې یې موزې نه ایستلې، ځکه دوی پوهېدل که د ظلم په وړاندې ودرېږي، ژوند به یې له خطر سره مخ شي، وبه وژل شي او رازونه به یې هم تر خاورو لاندې شي.

نو دوی غوره وبلله چې د حالاتو د بدلون انتظار وباسي، صبر وکړي او په مناسب فرصت کې خپل د زړه بړاس وباسي.

اوس چې مخالفین له افغانستان څخه شړل شوي، شان، شوکت او قدرت یې له منځه تللی، هغه کسان چې کلونه کلونه یې په خپلو زړونو کې خبرې پټې ساتلې وې، اوس یې فرصت پیدا کړی چې د افغانستان د مخالفینو او مخربو ډلو له ترخو حقایقو او جنایتونو پرده پورته کړي. اوس دوی کولی شي د پېښو په اړه په زغزده وغږېږي، هغه فساد برملا کړي چې یا یې پخپله شاهدان وو او یا یې د اثبات لپاره کره شواهد درلودل. پر دې سربېره، اوس دوی د مشخصو کسانو نومونه اخیستلی او فساد یې افشاء کولی شي.

ځکه تر اوسه د دوی وجدانونه او ضمیرونه ارام نه وو، خوبونه یې ګډوډ او اوسنی فرصت یې غنیمت ګڼلی، ترڅو لږ تر لږه هغه وحشتناک حقایق چې د مخالفینو په اړه یې له ځان سره لري، له ولس سره شریک او د جمهوریت د تېر تاریخ یوه بله پټه برخه هم روښانه کړي.

له دې ډلې ګڼ شمېر هغه مخالفین چې هغه وخت په لوړو چوکیو کې وو، د خپل منځي یووالي د له منځه تلو سره، د یو بل پر ضد راوتلي دي. دوی هڅه کوي چې خپل ځانونه سپین او خپل جرمونه پټ وساتي، د همدې لپاره یې د نورو ډلو او خپلو پخوانیو یارانو د واقعیتونو افشاء کولو ته کار ویلی دی.

خو په دې نه پوهیږي چې هر ځل د یو او بل په رسوا کولو سره بېرته خپلې ریښې وهي، خپلې تورې او تیاره څېرې نورې هم رسوا کوي.

په دې سره به افغان ملت د پخوا په پرتله لا ډېر په دې وپوهېږي چې دوی کلونه کلونه د څومره فاسد او مزدور حکومت تر سیوري لاندې ژوند کړی او واقعاً تر اشغال لاندې وو. زورواکو ډلو، ظالمو، مستبدو او پېژندل شویو څهرو امنیتي ادارې مسخره کړې وې او سترګه یې ترې سوځېده.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version