د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي، چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ به د «ټاکل شوې لارې/تګلارې» له مخې او د «ایران په اجازه» ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې که د ایراني بندرونو محاصره دوام وکړي، د هرمز تنګی به وتړل شي.

قالیباف د ټرمپ وروستیو پیغامونو ته په اشارې ویلي، چې د هرمز تنګي پرانیستل یا تړل کېدلو لپاره اصول په میدان کې ټاکل کېږي، نه په ټولنیزو رسنیو کې.

د ایران د پارلمان مشر ویلي، رسنیزه جګړه او د عامه افکارو سمبالول او کنټرولول د جګړې مهمه برخه ده، خو د «ایران ملت» به هیڅکله د دې ډول چلونو تر اغېز لاندې را نه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version