د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون ویاند ابراهیم رضایي ویلي، پاکستان که څه هم د ایران ښه ګاونډی او دوست دی؛ خو د نړیوالو مذاکراتو لپاره مناسب او بېطرفه منځګړی نه ګڼل کېږي.
رضایي په یوه خپره کړې تبصره کې ټینګار کړی چې پاکستان تل د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکوي او د واشنګټن له دریځ سره په ټکر کې دریځ نه نیسي.
د هغه په وینا، پاکستان نه دی چمتو، چې دا حقیقت نړیوالو ته څرګند کړي چې امریکا د ځینو مواردو په اړه خپلې ژمنې ماتې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې یو اغېزمن منځګړی باید بشپړه بېطرفي ولري، نه دا چې د پاکستان په څېر د یوې خوا ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې، پر ټولنیزو رسنیو، په ځانګړي ډول ایکس (پخواني ټویټر) کې، د دې څرګندونو په اړه پراخ بحثونه روان دي.
هندي کاروونکي او د پاکستان مخالف پاکستانیان د رضایي څرګندونې خپروي او د پاکستان پر منځګړیتوب نیوکې او طنزیه تبصرې کوي.
