د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال، سید مالک حسینی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی.

د وزارت د خبر له مخې، ایراني پلاوی به د کار او ټولنیزو چارو له وزیر، ملاعبدالمنان عمري سره په دوه اړخیزو کاري اړیکو خبرې وکړي.

دغه راز یاد پلاوی به له افغان چارواکو سره د کاري ځواک پر تبادلې، د تخنیکي زده‌کړو د پراختیا پر څرنګوالي، ایران مېشتو افغانان کارګرو د حقوقو پر خوندیتوب او نورو مهمو موضوعاتو لیدنې او کتنې ولري.

د یادونې ده، چې دې پلاوي کې د ایراني د بېلا بېلو ادارو استازي او مشران شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version