‏د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې له تېرو ۹ میاشتو راهېسې له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د تازه مېوو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

سرچېنې زیاته کړې، چې په دې موده کې له هرات څخه څه باندې ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۲ زره ۲۴ ټنه تازه مېوې نورو هېوادونو ته صادرې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه ډول صادرات د اقتصاد په وده او د بزګرانو د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري او سیمه ییزه اداره د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په هڅه کې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version