شېبه وړاندې ایران د لسګونه توغندي د اسرائیلو په خاورې وتوغول، د بي بي سي پاڼې د هغو توغندیو ويډیو خپره کړه چې د اسرائیلو له دفاعي چترۍ څخه تیریږي او د دې هیواد په پلازمینې تل ابیب کې لګیږي.
د نوموړي هېواد په ښارونو کې د خطر زنګونه غږېږي او حکومتي چارواکي خپلو خلکو پرلپسې پېغامونه خپروي ترڅو عام وګړي چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.
د ایران د برید سره ممکن ټول هغه هېوادونه لکه سوریه، دمشق، عراق او یمن هم زړور شي او په یو وخت اسرائیل د ټولو هغو هېوادونو له لوري تر بریدونو لاندې ونیول شي چې دا څه موده اسرائیل پرې ناتار ګډ کړی و.
که چیرې دغه ټلواله په یوځای اسرائیل تر اور لاندې ونیسي نو ښایي امریکا هم د جګړې برخه شي، د امریکا د مستقیمې مداخلې په ترڅ کې روسیه، چین او شمالي کوریا به هم د امریکا په ضد د جنګ محاذ ګرم کړي ځکه چې یاد هېوادونه منطقه کې خپلې ګټې لري.
که د ایران او اسرائیلو ترمنځ زرګري او کنټرول جګړه وي بیا ښايي نور هېوادونه حالت وڅاري او د نظامي عمل ډډه وکړي.
ډېر کله د هېوادونو ترمنځ د خلکو د احساساتو د کابو کولو په موخه د متخاصمو هېوادونو ترمنځ داسې کنټرول او تحت مدیریتي منازعات پېښیږي.
په منطقه کې په لویه پیمانه د امریکا حضور شاید د دې باعث وګرځي چې جنګ مدیریت کې وساتي، د جګړې د اور لمن ممکن پراخېدو ته پرېنږدي.
که د ایران د متحدینو او د اسرائیلو متحدینو ترمنځ هم جنګ پېښ شي خو بیا نړۍ دریمې جګړې ته داخلېږي.