د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، نن (یکشنبه) سهار مهال د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې د پولیسو پر مرکز برید شوی.

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې برید کې یو پولیس او د پولیسو په ډزو درې وسله‌وال وژل شوي دي.

سرچینې ادعا کړې، چې پولیسو څلور بریدګر نیولي هم دي.

د ویلو ده‌، چې د دې برید مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی؛ خو په سیستان او بلوچستان ولایت کې تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسئولیت جیش العدل وسله‌والې ډلې منلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version