‏ماليې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د تېرې چنګاښ مياشتې په ترڅ کې د هېواد له ګمرکونو څخه د ۱۶۶ ټانکره بې‌کيفيته نفتي توکو له بېرته ورګرځېدو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، له دې شمېرې ۱۶۱ ټانکره ډېزل او ۲ ټانکره پټرول له نيمروز بندر څخه او ۳ ټانکره پېټرول له شېرخان بندر بېرته ورګرځول شوي دي.

وزارت وړاندې ډاډ ورکړی، چې هېواد ته د لوړ کیفیته او معیاري نفتي موادو ورادېدو ته زمینه برابروي او دغه راز د بې‌کیفیته او غیر معیاري هغو په کلکه مخنیوی کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version