ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې پاکستاني طالبانو نن (دوشنبه) د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان ولسوالۍ کې د رزمک–واڼه پر عمومي سړک د پاکستاني پوځ کاروان ته کمین ورکړی.

د رسېدلو معلوماتو له مخې دې برید کې د يوه ټانک په ګډون درې پوځي موټرې تخریب شوي او د هلاک شویو عسکرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پراته دي.

سرچینو دا هم ویلي، چې د یاد پوځي کاروان د مرستې لپاره روان بل پوځي کاروان هم کمین ته غورځول شوی او دا مهال پرې بریدونه روان دي.

د ویلو ده، چې نن دوشنبه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په جلا-جلا بریدونو کې ګڼ شمېر پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي دي.

هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version