‏د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اړوندو وزارتونو د مسئولینو په ګډون د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او اذربایجان هېوادونو له مشرانو سره د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب په موخه غونډه وشوه.

اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ‏په دې غونډه کې اړوندو وزارتونو او ادارو ته یو شمېر کارونه ور سپارل شوي او له هغوی څخه غوښتنه شوې، چې په ټاکلي وخت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي معاونیت سره د چارو پرمختګ راپور شریک کړي.

د یادونې ده، چې د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له لوري د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره د جلا جلا لیدنو پرمهال د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې، سوداګري، ترانزیټ، ټرانسپورټ، اوسپنې پټلۍ، برېښنا، افغانانو ته د ویزو ورکړې، ګډې بانکي همکارۍ او ځینې نور موضوعات مطرح شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version