د سرپرست حکومت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د يوې اعلاميې له لارې له ايران هېواد څخه د افغان کډوالو د څلور لسيزو د کوربه توب مننه کړې، د قانوني اسنادو نه درلودونکو کډوالو ایستل یې د هغوی خپله پرېکړه ګڼلې او له ايراني لوري یې غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې د تدريج، ابرومندۍ او د ښه ګاونډیتوب اصل ته پام وکړي تر څو د کډوالو حقونه خوندي او د افغان حکومت مسئولې ادارې وکولای شي د کډوالو د تنظيم چارې په ښه توګه مديريت کړي.

ښاغلي ملا محمد حسن اخوند زياته کړې «زه پر ايراني مسؤولينو غږ کوم چې د افغان مهاجرينو د اخراج پرمهال د هغوی د حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه ورکړي تر څو مهاجرين خپل منقول اموال وطن ته ولېږدولای شي او غیر منقول اموال او حسابونه په مناسبه توګه راغونډ کړي.»

نوموړي همداراز هيله کړې چې ايراني لوري دې د کډوالو د ايستلو پرمهال په تم‌ ځايونو کې ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړي، تر څو کډوال د شديدې ګرمۍ پر مهال له شته ستونزو وژغورل شي.

د سرپرست حکومت رئيس الوزراء ټينګار کړی چې ايراني لوری دې له تدريج او زغم څخه کار واخلي، ترڅو دا موضوع د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې او نفرت لامل نه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version