د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د پلان له مخې د بامیانو ولایت لرې پرتو سیمو کې د لس مخابراتي انتنونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

ښاغلي الکوزي زیاته کړې، چې د یادو مخابراتي انتنونو په فعالېدو سره به د بامیانو ولایت ډېری سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت له‌خوا د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د مخابراتي خدمتونو د غوره‌والي په موخه نوي انتنونه نصب شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version