د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، د پلاوي په منځګړیتوب هرات ولایت کې د دوه کورنيو تر منځ ۶ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاده دښمني د اسحاقزیو په سيمه کې رامنځ ته شوې وه، چې له امله يې يو کس وژل شوی هم و.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسؤلینو په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال قومونه يووالي او ورورولي ته رابللي او له هغوی يې غوښتي، چې د هرې لويې او وړې ستونزې پر مهال موضوع له حکومتي چارواکو سره شريکه کړي، تر څو د بدو پایلو مخه يې ونيول شي.

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې هم د یاد وزارت د سیمه‌ییزو مسؤلینو په هڅو لسګونه لویې او وړې دښمنۍ پای‌ته رسېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version