د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست په بدخشان، لغمان، نیمروز، تخار، هرات او بلخ کې ۲۰۰ جریبه ځمکه د کوکنار له کښته پاکه کړې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه د نشه‌یي کروندو د له منځه وړلو په دوام پولیسو ۲۰۰ جریبه د کوکنارو کروندې د بدخشان په داریم، جرم او کشم ولسوالۍ، ۲۶ جریبه په لغمان، یو جریب په نیمروز او د بېلابېلو نشه‌يي توکو کروندې په تخار، بلخ او هرات کې اړولي دي.

همدا راز پولیسو د نشه‌یي توکو د پلور او کارولو په تړاو اته تنه په کاپیسا، درې تنه په تخار او دوه تنه په بغلان کې نیولي او د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې یو تن د ۸ بېلره خامو نشه‌یي توکو په تړاو چې په شیشه کې کارول کېدل نیولي دي.

یاد وزارت ویلي، په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې یې مبارزه روانه ده او ټول هغه نشه‌يي توکي به له منځه یوسي، چې کښت، پلور او پېر یې منعه دی.

د ملگرو ملتونو اداره هم مني، چې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت صفر ته نږدې شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version