د برېتانیا دفاع وزارت تائید کړه، چې د دې هېواد د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د څه باندې ۲۰۰۰ هغو افغان کومانډویانو چې له برېتانوي ځواکونو سره یوځای د خپلو هېوادوالو پر وړاندې جنګېدلي وو، د پناه غوښتنې، غوښتنلیکونه رد کړي دي. دغو کسانو د خپلې همکارۍ معتبر اسناد هم وړاندې کړي، خو د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د هیڅ یو غوښتنلیک نه دی منلی.
راپورونه ښيي، چې د دغو کومانډویانو ټول غوښتنلیکونه، د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ لهخوا رد شوي او هیڅ ډول ثبوت نشته، چې حتی یو غوښتنلیک هم منل شوی وي. د برېتانیا دفاع وزارت د دې پوښتنې په ځواب کې چې، د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ کوم غوښتنلیک منلی او که نه؟ په اړه یې له نظر ورکولو ډډه کړې.
تر دې وړاندې، د برېتانیا پخواني حکومت هم د ۲۰۰۲ تنو افغان ځانګړو ځواکونو چې د «سه شمارهای» په نوم پېژندل کېدل، د استوګنې غوښتنې رد کړې وې. یاد کمانډویان د جمهوریت له پرځېدو وروسته د خپلو پخوانیو ملاتړو له خوا له پامه غورځېدلي.