بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، وسله والو يې د بلوچستان په ګوادر او مستونګ سیمو کې پر پوځ دوه بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د دوو جاسوسانو په ګډون ګڼ شمېر پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو اونیو کې بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو د بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ د وسلهوالو په بریدونو کې د پام وړ ډېروالی راغلی.