روېټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي چې،د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکراین ته د پرسونل ضد ماینونو د ورکړې فرمان تصویب کړی دی.

بل خوا امریکا تمه ښودلې چې اوکراین به دغه ماینونه په خپله خاوره کې کاروي، او ژمنه به کوي چې هغو سیمو کې به یې نه کاروي چې هلته ملکي وګړي اوسي.

د پوځي چارو شنونکو په بارور اوکراین ته د دې ډول ماینونو ورکول د اوکراین په خاوره کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه په نسبي ډول نیولی شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version