بلوڅ بېلتون پالو په يوه اعلاميه کې، د امريکا وروستۍ پرېکړه چې دغه ډله یې د بهرنيو «ترهګرو» په لېست کې اضافه کړه د استعمار د روايت غير مستقيم تاييد ګڼلی او په خبره یې يادې پرېکړې پرې کوم اثر نه لري او د بلوچستان تر خپلواکۍ به خپله مبارزه روانه ساتي‌.

په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې دوی خپله مبارزه په ۱۹۴۸ زېږديز کال کې د پاکستان له لوري د بلوچستان د اشغال له پيل وروسته شروع کړې او په خبره یې «بي ايل اې» کوم موقتي سياسي غبرګون نه دی، چې له منځه به لاړ شي.

بلوڅ بېلتون پالو ټينګار کړی، چې د‌ دوی له لوري د ملکيانو په نښه کولو تورونه د پاکستان د حکومت تبليغات دي او په خبره یې ټول عمليات یې د پاکستان د پوځ، سرحدي ځواک، استخباراتي شبکو، او د هغوی د همکارو پر ضد ترسره کېږي.

په اعلاميه کې همدا راز راغلي، چې پاکستاني حکومت عملا بلوچستان اشغال کړی او د کاني‌ زېرمو په چور تالان یې د بلوچستان شتمني ان د امريکا تر خولې رسولې ده.

بلوڅ بېلتون پالو زياته کړې «موږ نړۍ ته بلنه ورکوو چې بلوچستان ته راشي او حالات په خپلو سترګو وګوري، هغه ډله‌ييز قبرونه وګوري چې زموږ ځوانان پکې خښ دي، د هغو ميندو سترګو وګوري چې زامن يې څو لسيزې کېږي لادرکه دي، هغه ښارونه وګوري چې خبرې او بيان پکې بند دی او هغه کلي وګوري چې د پاکستاني پوځ د شپنيو پوځي عملياتو ښکار شوي دي.»

بلوڅ بېلتون پالو همدا‌ راز يه خپل ملت سره ژمنه کړې، چې هېڅکله به له خپل فکري، پوځي او انقلابي مسووليت څخه شاتګ ونه کړي او په خبره یې د بلوچستان تر ازادۍ به خپله مبارزه روانه ساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version