د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي خبر ورکړی چې، د یاد وزارت وزیر مولوي امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره ليدلي.
ښاغلي بلخي زیاته کړې ده چې، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او اماراتو پر دوه اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمهييزو مسايلو خبرې اترې کړې دي.
د ښاغلي بلخي په وینا په دې ناسته کې، د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي، په ځانگړې توگه اماراتو کې افغان توکو ته د بازارموندنې پر لارو چارو خبرې شوي او پرېکړه شوې چې په اړه به يې تخنيکي کارونه ترسره شي.
د ښاغلي بلخي په وینا، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي له اماراتي لوري غوښتي چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي او افغان حکومت چمتو دی چې د دې پروسې د ښه پلي کېدو په برخه کې خپل رول ولوبوي.
ښاغلي بلخي زیاته کړې ده چې، د غونډې په پای کې د دوه اړخيزې سوداگرۍ د لا پراختيا په موخه د منظم کار پر دوام او د توافق شوو چارو پر تعقيب هوکړه شوې.