د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سر پرست وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویکرام مصري سره په متحده عربي اماراتو کې لیدلي دي.
په اوسني وخت کې دا ډول لیده او کاته د هیوادونو لپاره خورا ګټور تمامېدلی شي؛ د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال هم ویلي دي چې په دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او بشري مرستو هر اړخیزې خبرې اترې شوې دي.
په یاده کتنه کې د هند له لوري امیرخان متقي ته ډاډ او اطمینان ورکړل شوی دی، چې د پرمختیایي پروژو او د افغانستان له خلکو سره به د بشري مرستو د جاري ساتلو او ملاتړ ته به دوام ورکوي او د سوداګرۍ چارې به د چابهار بندر له لارې پرمخ بیایي.
ویکرام زیاته کړې چې له افغانستان سره به د روغتیا او د راستنېدونکو کډوالو د مېشت کېدو په برخه کې مرستې ډېرې کړي؛ په دې وروستیو کې هند د اسلامي امارت ډیپلوماټ د ممبۍ ښار جنرل قونسلګرۍ لپاره ومانه، ځکه چې په اوس وخت کې د افغانستان او هند ډیپلوماټیکې اړیکې رسمي کچې ته پورته شوې دي.
د معلوماتو لهمخي، هند د افغانستان د پرمختګ لپاره د مرستو دوام ته ژمن دی او دواړو خواوو هوکړه کړې چې دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې به پراخې کړي. د سیمې له هیوادونو سره دا ډول ناستې د هیواد او ملت په ګټه خورا مهمې او ګټورې ثابتېدلی شي.