د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د افغان پټرول شرکت له استازي سره لیدنه کې د هېواد د کاني زېرمو، په ځانګړې ډول د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره په شته فرصتونو خبرې کړي.

په دې لیدنه کې د کانونو او پترولیم وزیر ویلي، د هېواد اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې په موخه د کانونو استخراج د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې ملي او نړۍوال پانګوال د افغانستان په کاني زېرمو د پانګونې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او په خبره یې مسوولین دې په دې برخه کې لازمو همکاریو او اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version