د تحریر الشام اسلامي غورځنګ مشر «احمد الشرع» چې له دې وړاندې په ابو محمد الجولاني مشهور وو، په تازه څرګندونو کې یې ډاډ ورکړی چې په سوریه کې به د موجودو شیمیایي وسلو د خوندیتوب او ساتنې په برخه کې به له نړیوالو سازمونو سره ګډ کار کوي.

بل خوا د امریکا دفاع وزارت د سوریې د شیمایي وسلو د خوندیتوب او امن ساتلو لپاره د الجولاني له تازه څرګندونو څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا هرڅه باید په عمل کې هم څرګند شي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې الجولاني د سوریې د پرځېدلي رژیم د امنیتي ځواکونو پر منحل کېدو او د بشار الاسد د رژیم د ډاروونکو زندانونو پر له‌منځه وړلو هم ټینګار کړی او له سوریایي کډوالو یې غوښتنه کړې چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د یادونې وړ ده چې د بشار الاسد رژیم سوریه کې د شیمیایي او نورو ډله‌ییزو وژنو لپاره د کارېدونکو وسلو د جوړولو مرکزونو درلودل چې په ورستیو ورځو کې د صهیونیستي اسرائیلو له‌خوا یې ځینې برخې بمبارد شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version