د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست مسولینو خبر ورکړی، چې د روان کال د وري میاشتې له پیل راهیسې، د هېواد په کچه څه باندې ۲۹۰ ترافیکي پېښې شوي.

د یاد ریاست مسولین زیاتوي، چې په دغو پېښو کې ۱۴۱ کسانو خپل ژوند بایللی او تر ۵۰۰ تنو ډېر ټپیان شوي هم دي.

د ترافیکو عمومي ریاست مسولینو په وینا د ترافیکي څراغونو نشتون، د سړکونو خراب وضعیت او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي په هېواد کې د ټرافیکي پېښو مهم لاملونه دي، زیات شمېر موټر چلوونکي ورته پاملرنه نه کوي.

یو‌شمېر هغه کسان، چې په ترافیکي پېښو کې ټپیان شوي؛ وايي چې ډېری ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي.دوی له اړوندو مسولینو څخه غوښتي، چې موټر چلوونکي مجبور کړي، څو ټولو ترافیکي اصولو ته پاملرنه وکړي.

تازه رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې نن سه شنبه د بادغیس ولایت د “بندسبزک” سیمه کې یو مسافر وړونکی کاسټر موټر له سړکه څخه اوښتی دی.په دغه پیښه کې یو ماشوم ژوند بایللی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي؛ د یاد روغتون ډاکترانو د یو شمېر ټپیانو حالت نازک ښودلی دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، د تېرکال وروستیو شپږو میاشتو کې هېواد کې ۱۹۷۸ ترافیکي پېښې شوي، چې په پایله کې یې ۹۴۹ کسانو ژوند بایللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version