د ننگرهار د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د ځمکنیو توتانو کښت ډېر شوی او سږني حاصلات به یې ۳۱۰ ټنو ته ورسېږي.

له یاد ریاست د معلوماتو پر بنسټ، ځمکني توتان اوسمهال د ننگرهار په سره‌رود، خوږیانیو او دره‌نور ولسوالیو کې پر ۱۷۵ جریبه ځمکه کرل شوي دي، چې پرو سږکال پر ۶۰ جریبه ځمکه کرل شوي و او حاصلات یې هم ۲۶۲ ټنه وو.

د کرنې ریاست مسوولین وايي، ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل دی او د کر د پراختیا لپاره یې هڅې روانې دي.

د ځمکنیو توتانو کاروبار کوونکي هم وايي، چې د ځمکني توتانو اخیستونکي او مینه‌وال ډېر شوي او هره ورځ په کافي اندازه ځمکني توتان پلوري او ښه عاید ترې هم تر لاسه کوي.افغانستان د ځمکنيو توتانو کرکېلې لپاره مناسبه هوا او اوبه لري.

ځمکني توتان په لويه کچه د ويټامين سي تر څنگ په خپل ترکيب کې نور ويټامينونه هم لري چې د انسان روغتيا لپاره گټور بلل کېږي.

دځمکنيو توتاتو هر بوټی هرځل له يوه تر يونيم کيلو گرامو پورې په پرله‌پسې ډول تر څلورو کلونو پورې حاصل ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version