د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د لومړي ځل لپاره، دغه وزارت او د هېواد د خصوصي سکټور غړو ته په رسمی ډول بلنه ورکړل شوې ترڅو د استانبول حلال نړیوال نندارتون کې د افغانستان کورني محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د یاد وزارت په وینا، ټاکل شوې دغه نندارتون د روان کال نومبر میاشتې له ۲۷مې تر ۳۰مې د ترکیې په استنبول ښار کې جوړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version