ورځ او نېټه: سه شنبه ۱۴۴۶/۴/۱۳ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د کابل شېرپور کې د تېر جمهوري حکومت د مارشال دوستم غصب شوی کور ونړول شو.
۲_افغان سفیر بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مشر سره کتلي.
۳_اقتصادي معاونيت: روان کال د ۳۵ ميليونه افغانيو په ارزښت پروژې منظورې شوي.
۴_د اسلامي امارت د ویاند مرستیال: هڅه کوو چې په راتلونکي کې د شانګهای غونډې برخه و اوسو.
۵_له کندهار څخه د دوه ميليونه ډالرو په ارزښت پياز هند او پاکستان ته صادر شوي دي.
۶_د پنجشېر درې ولسوالۍ کې د شپنو د بې غورۍ له امله غره اور اخیستی.
۷_بلخ کې يو ماشوم د اختطافچيانو له منګولو ژغورل شوی.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_امریکا اسرئیلو ته د پوځي مرستو د بندېدو ګواښ کړی. - [ ] نړۍ:
۱_په يوه اونۍ کې د شمالي کوريا پوځ ته يو نيم ميلون ځوانانو نوملیکنه کړې.
۲_د ترکيې په يوه نندارتون کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته بلنه ورکړل شوې.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.