ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواده ازمیت ښار مرمره سیند ته څېرمه یوه ناپېژاندې ډرون الوتکې سقوط کړی.

د ترکیې امنیتي ادارو پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه یې څېړنې روانې دي.

راپورونه وایي، تر دې څو ورځې وړاندې ترکي هوایي ځواکونو د انقرې په اسمان کې هم یوه ناپېژانده ډرون الوتکه کشف او ویجاړه کړې وه.

ترکي الوتکو د دغو ډرونونو د څرنګوالي په اړه بشپړ جزئیات نه‌دي وړاندي کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version