د راپورونو له‌مخې، ‏د ترکیې سمندري ځواکونو د «چاناک‌کلا» ولایت د «ایواجیک» ولسوالۍ په اوبو کې د ۱۶ماشومانو په ګډون ۳۸ ناقانونه افغان کډوال له ډوبیدو ژغورلي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا کسان تر ژغورنې وروسته له اداري ارزونې نه تېر او په «ایواجیک» کې د کډوالو د بېرته ستنېدو مرکز ته لېږدول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version