د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۱۹مه) ارګ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر «مرات نورتلیف» سره په کتنه کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، وسپنې پټلۍ، بانکي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي برادر په دې کتنه کې د افغانستان او قزاقستان اړیکې مثبتې او د پرمختګ په حال کې بللي او زیاته کړې یې ده چې ا.ا له قزاقستان سره د هغو همکاریو د پراخېدو لپاره کار کوي، چې د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لامل ګرځي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال قزاقي لوري ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کولای شي د یوه مؤثر ترانزیټي دهلېز په توګه، قزاقستان ته دا زمینه برابره کړي چې خپله انرژي‏ د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدوي.

بل‌خوا د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دوی په نړیوال سټیج کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او ویني چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د ګډو همکاریو‏ او نږدې کار کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې چمتو دی چې د هرات – تورغونډۍ وسپنې پټلۍ پروژه کې عملاً د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه پيل کړي.

هغه افغانستان ته د برېښنا وارداتو د زیاتوالي، د قزاقستان بازارونو ته‏ د افغانستان د کرنیزو محصولاتو انتقال او د قزاقستان په ازادي او زمان بانکونو کې د افغاني بانکونو د حسابونو پرانیستلو ته له خپل لوري چمتووالی هم څرګند کړی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له‌مخې، ښاغلي برادر د هرات – تورغونډۍ وسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له پانګونې هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره مهم ګام یاد کړی دی.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې د دواړو لورو ترمنځ د هرات – تورغونډۍ وسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې د پيل په موخه هوکړه‌لیک هم لاسلیک شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version