امريکايي چارواکو اعلان کړی، چې يو تن امريکايي پيلوټ پر غزه د اسرائیلو د بريدونو د دوام په غبرګون په امريکا کې د اسرائیلو سفارت مخې ته ځان سوځولی دی.

د نيويارک ټايمز د راپور پر اساس ياد پيلوټ د فبرورۍ په ۲۵ مه د یکشنبې ورځ مازيګر د اسرائیلو سفارت مخته ځان ته اور اچولی دی.ياد شخص چې پوځي يونيفورم يې په تن و او ټوله صحنه يې په ژوندی بڼه له سوشل ميډيا څخه خپروله وې ويل:( زه به نور په نسل وژنه کې برخه وا نخلم)د دې شعار څخه وروسته نوموړي پر ځان شفافه مايع واچوله او بيا یې په لوړ اواز غږ کړ: (( فلسطين ازاد کړئ)) او له دې وروسته يې ځان ته اور ورته کړ.

د واشنګټن ښار د چارواکو پر وينا، د ياد شخص د بدن اور د امريکايي استخباراتي افسرانو لخوا خاموش کړای شو او بيا وروسته روغتون ته وېوړل شو.د واشنګټن د پوليسو د وياند پر خبره د ياد امريکايي پيلوټ حالت وخيم ښودل شويدی.

په غزه کې د حماس پر وړاندې د اسرائيلو لخوا د سختو بريدونو د پيل راهيسې په واشنګټن کې د اسرائيلو سفارت ډېر کله د لاريونونو شاهد وي.دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې لا هم په غزې تړانګه د اسرائيلو لخوا سخت برېدونه دوام لري، يواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزه د اسرائيلو د برېدونو له امله ۹۲ تنه فلسطینان وژل شوي او ۱۲۳ تنه نور سخت تپيان شويدي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version