د عدلیې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې؛ د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له جوړېدو راهیسې، (۵۵۰۳۷) جریبه امارتي ځمکه یواځې په کابل ولایت کې له غصب څخه راګرځول شوې ده.
د معلوماتو له مخې یادې ځمکې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې موقعیت لري چې د مرکزي کمېسیون، تخنیکي هیئت د پرېکړې پراساس، له غصب څخه را ګرځول شوي دي.