د سي اېن اېن‌ خبري شبکې د راپور له مخې د امریکا د الاباما ایالت په ټسکېګي پوهنتون کې پر محصلینو برید شوی، چې یو تن په کې وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.

برید د زده‌کړېالانو روایتي جشن «کور ته د ستنېدو اونۍ» په نوم ۱۰۰م جشن پر مهال شوی دی.

سي اېن اېن ټلویزیون ویلي، د برید په تور ۲۵ کلن جاکوېز میریک نیول شوی او وژل شوی ۱۸ کلن ځوان د پوهنتون محصل نه و، خو په ټپیانو کې ډېری زده کړیالان دي.

ځایي اوسېدونکو ویلي، یادې پېښې د دې ښار زرګونه کورنۍ غمجنې کړې دي، او د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم په یاد پوهنتون کې د زده کوونکو پر لیلیې ډزې شوې وې چې څلور کسان پکې ټپیان شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version