د جرمني خبري اژانس(ډي پي اې) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی، چې په مونیخ، هامبورګ او فرانکفورت کې د ایران کونسلګرۍ په رسمي ډول تړل شوې دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې جرمني دغه اقدام د دوه تابعیته (ایراني-جرمني) جمشید شارمهد د اعدام په غبرګون کې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني تر دې وړاندې د ايران په تهران کې هم خپل سفارت د همدې پېښې په غبرګون تړلی وو.