د جرمونو نړيوالې محکمې يا ای سي سي نن پنجشنبه د نومبر په ۲۱ مه په جګړه کې د نړيوالو سرغړونو، فلسطين کې د نسل وژنې، او انسانيت ضد کړنو د ترسره کولو له امله د صهيونيستي اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د اسرائيلو د پخواني دفاع وزير يوف ګالانت د نيولو امر کړی.
د ياد امر له صادرېدو وروسته سمدستي د نيدرلنډ د بهرنيو چارو وزير کاسپر ویلډکامپ وېلي که نتنياهو نيدرلنډ ته سفر وکړي نو موږ مجبور يو چې د نړيوالې محکمې امر پرځای کړو او نتنياهو ونيسو.
د يادونې وړ ده چې نتنياهو ته له دې وړاندې هم د ګڼو هېوادونو د مشرانو او نړيوالو ادارو له لوري د قاتل، غزه کې د ماشومانو د وژنې، مسول او جنايتکار اصلاح ګانې کارول شوي، خو؛ دا لومړی ځل دی په اړه یې د نيولو حکم صادرېږي.