د کورنیو چارو وزارت وايي، د هلمند ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۰۰ سرتېري د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د معلوماتو له مخې، تازه فارغ شويو پولیسو ته په عقیدوي او مسلکي برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.

په همدې مناسب جوړو شویو مراسمو کې فارغ شویو پولیسو ځانګړې نندارې وړاندې کړې او خپل بری‌لیکونه یې ترلاسه کړي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د پولیسو له بېلا بېلو روزنیزو مرکزونو زرګونه سرتېري فارغ او دندو ته چمتو شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version