د پاکستاني رسنیو د راپورونو لهمخې، د جمیعت علماء اسلام «ف» ګوند یو مخکښ مشر مفتي کفایت الله د خپل زوی په ډزو ژوبل شوی او د کورنۍ دوه غړي یې وژل شوي دي.
سرچینې، د ځایي پولیسو له قوله لیکلي، چې د مفتي کفایت الله د زامنو ترمنځ د کورنۍ شخړې پر مهال د هغه یو زوی ډزې کړي چې له امله یې یاده پېښه رامنځته شوې.
ویل شوي، مفتي کفایت الله دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی؛ خو زوی یې له کوره تښتېدلی او پر ضد یې پولیسو دوسیه پرانیستې ده.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې د ملکیت پر سر او په نورو کورنیو شخړو کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.