ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۷/۲/۲۲ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د سټنډرډ ملي ادارې یو محموله بې کیفیته ودانیز توکي بیرته ایران ته مسترد کړل.
۲_بهرنیو چارو وزارت خیبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله پر رامنځته شویو تلفاتو خواشیني څرګنده کړه.
۳_په کانونو سکټور کې ۱۷۰ زره هېوادوال په کار بوخت دي.
۴_د هېواد په کچه تر ټولو لوړه ۳۴ پوړه ودانۍ په کابل کې جوړېږي.
- [ ] سیمه:
۱_باجوړ کې د یوې حکومتي چورلکې د لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي.
۲_پاکستاني طالبانو پرون د پاکستان د ازادۍ په ورځ ۷۸ بريدونه ترسره کړي.
۳_پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۳۰۰ واوښت.
۴_د جمعیت علماء اسلام «ف» ګوند غړی مفتي کفایت الله د خپل زوی په ډزو ټپي شوی.
- [ ] نړۍ:
۱_د ټرمپ او پوتین لیدنې ته د زیلینسکي غبرګون؛ پوتین خپلو مشخصو موخو ته ورسېد.
۲_الجزایر کې سیند ته د بس لوېدو پېښه؛ ۲۷ کسان مړه او ټپیان دي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.