Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت مرستیال، تمیم عاصي د مقاومت جبهې او نورو ډلو مشرانو ته: د څو زرو ډالرو، کور، موټر او دفترونو په بدل کې، په خدای که دا سپکاوی او ذلت دومره ارزښت ولري
    سیمه

    د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت مرستیال، تمیم عاصي د مقاومت جبهې او نورو ډلو مشرانو ته: د څو زرو ډالرو، کور، موټر او دفترونو په بدل کې، په خدای که دا سپکاوی او ذلت دومره ارزښت ولري

    عمران آغاعمران آغا20 جون 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي، د مقاومت جبهې او نورو ډلو ټپلو له لوري د پاکستان پر ملاتړ دریځ نیولو ته توند غبرګون ښودلی او په وینا یې د ای اېس ای د نفوذ شبکه، د دوو رسنیزو بنسټونو له لارې په بې ساري ډول د کسانو په جذبولو بوخته ده او دا لړۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

    نوموړي ویلي، چې دا جذب، په ځانګړي ډول د پخوانیو پوځيانو او د جمهوري نظام د چارواکو ترمنځ، د شرم او تاریخي بدنامۍ خبره ده؛ داسې داغ چې کلونه به مو پر لمن پاتې وي.

    هغه زیاته کړې «د څو زرو ډالرو، کور، موټر او د پاکستان په ښارونو کې د دفترونو په بدل کې، په خدای که دا سپکاوی او ذلت دومره ارزښت ولري. لږ تر لږه له خپلو هغو پخوانیو همسنګرو شرم وکړئ چې کلونه مو د پنجاب د دښمنۍ په نوم جګړو ته استول.»

    د تمیم عاصي په وینا، تل یې سپارښتنه کړې چې هېڅکله د استخباراتي کار په ډګر کې مه ننوځئ او که ننوتئ، نو د خپل هېواد لپاره یې وکړئ. د پردیو لپاره به له تاسو د سون لرګيو پرته بل څه جوړ نه شئ.

    هغه مقاومت جبهې ته په اشارې زیاته کړې، نن چې د همدې ډلې له خوا د پاکستان د بریدونو او لاسوهنو د توجیه او سپینولو لپاره پرله‌پسې اعلامیې لولي، نو په خبره یې رښتیا هم انسان د ځینو دغو کسانو له ملګرتیا او پېژندګلوۍ پښېمانه او خواشینی کېږي.

    هغه ټینګار کړی، چې له «طالبانو» سره مخالفت هېڅکله دا توجیه نه شي کېدای چې څوک د پاکستان د اجیر پوځ د بریدونو او عامه وژنو ملاتړ یا سپیناوی وکړي او سپارښتنه یې کړې چې غلام ابن غلام مه جوړېږئ.

    نوموړي په پای کې ویلي، چې هر افغان چې حتی یوه ورځ یې د دې هېواد اوبه او ډوډۍ خوړلې وي، هېڅکله به د پاکستان ناولې لوبې او په افغانستان کې یې بریدونه توجیه او سپین نه کړي.

    مخکینۍ مقالهامریکايي او ایراني چارواکي د تهران او واشنګټن د خبرو لپاره سویس ته روان شوي
    راتلونکي مقاله د امریکا مړاوی کېدونکی ډال؛ ولې د خلیج هېوادونه نور د امریکا پر امنیتي ژمنو باور نه لري؟

    مربوطه لیکنې

    په سیمه کې د اسرائیلو حضور خطرناک وضعیت رامنځته کوي

    30 سپتمبر 2026

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: ملګري ملتونه دې د امریکا د سرغړونو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي

    29 سپتمبر 2026

    ايران او امريکا په غير مستقيم ډول خبرې کړي

    29 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 3 اکتوبر 2026

    د تش په نوم مقاومت جبهې له رهبرۍ څخه د احمد مسعود د ګوښه کولو هڅې دوام لري

    د تش په نوم مقاومت جبهې، د فرهنګي چارو مسؤل او د دې جبهې دننه…

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    3 اکتوبر 2026

    هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید ۴۱ سلنه زيات شوی

    3 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تش په نوم مقاومت جبهې له رهبرۍ څخه د احمد مسعود د ګوښه کولو هڅې دوام لري

    3 اکتوبر 2026

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    3 اکتوبر 2026

    هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید ۴۱ سلنه زيات شوی

    3 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.