د جمهوریت له پرځېدو او د منحل شویو ګوندونو د سیاسي څېرو او تش په نوم مشرانو له تېښتې وروسته، د دې بدنامو څېرو ترمنځ ژور او ورځ تر بلې پراخېدونکي اختلافات د هېچا له سترګو پټ نه وو. دا اختلافات تر ډېره د امتیازاتو، نفوذ او شخصي ګټو د خونديتابه پر سر راټوکېدل.

په پیل کې دا جنجالونه یوازې د لفظي شخړو تر کچې محدود وو، خو ډېر ژر یې بله بڼه خپله کړه. په دې لړ کې معروف غلامي چې په «معروف لَنګ» سره یې شهرت درلوده او د هرات د پخواني جنګ‌سالار اسماعیل‌ خان له نږدې قومندانانو څخه ګڼل کېده، د ایران په مشهد ښار کې په خپل شخصي کور کې په نښه او ترور شو. دا پېښه په یوه مجلس کې له شیر احمد ملداني سره تر لفظي شخړې یوازې یوه اوونۍ وروسته وشوه.

له لفظي تاوتریخوالي څخه فزیکي حذف ته دا بدلون د جمهوریت تښتېدلو څېرو ته د خطر زنګ و، ځکه هغوی د جمهوریت د وختونو په څېر نه ګڼ شمېر ساتونکي لري او نه هم زغره‌‌وال وسایط ورسره شته، تر څو په مټ یې د خپلو سیالانو او دښمنانو له بریدونو په امن وي.

د معروف غلامي وژل کېدل د دې ټکر پای نه و، په تازه پېښه کې اکرام‌ الدین سریع چې د جمهوریت له لوړ پوړو جنرالانو څخه شمېرل کېده، د روانې مرغومي میاشتې په درېیمه نېټه، د چهارشنبې په ماښام، په تهران ښار کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري ډزې پرې وشوې. نوموړي له ټپي کېدو وروسته روغتون ته د لېږد پر مهال ژوند له لاسه ورکړ.

د جنرال سریع وژل کېدو یو ځل بیا د جمهوریت د تښتېدلو ترمنځ ژور، زاړه او نه حل کېدونکې جنجالونو نندارې ته وړاندې کړل. دا اختلافات نور یوازې د سپکو سپورو، تورونو او لفظي ناندریو په بڼه نه، بلکې اوس د ټوپک د شپېلۍ په بڼه څرګندېږي او فزیکي حذف د مخالفینو ترمنځ په یوه عملي انتخاب بدل شوی دی.

که څه هم د دغو تش په نوم ګوندونو یو شمېر کسانو هڅه وکړه چې د جنرال سریع وژنه هم لکه د معروف غلامي د قضیې په څېر، د افغانستان اوسني حکومت ته منسوب کړي، خو ګڼ شواهد، اسناد او شته واقعیتونه دا ادعا ردوي. ټولې نښې نښانې ښيي چې د دې وژنې تر شا اصلي لامل، د یادو جبهو ترمنځ ژور او رېښه‌ لرونکي داخلي اختلافات دي.

هندوکش غږ د تش په نوم مقاومت، آزادۍ او نورو مخالفو ډلو د مشرانو ګڼ شمېر داسې غږیز کلیپونه ترلاسه کړي چې د دوی ترمنځ ژوره بې‌ باوري، دسیسې او داخلي شخړې ترې روښانه کېږي. په یوه غږیز کلیپ کې د تش په نوم آزادۍ جبهې مشر یاسین ضیاء، خپل نږدې همکاران په ښکاره ډول «خاینین» بولي، د هغوی د خیانت او ناسمو چلندونو په اړه د خپل دوامداره شکایت په اړه خبرې کوي. دا څرګندونې ښيي چې د دوی خپل منځي اختلافات تر دې کچې رسېدلي چې حتی لوړ پوړي کسان هم ترې په امن نه دي.

په یو بل غږیز کلیپ کې چې د جنرال سریع له وژل کېدو یوه ورځ مخکې ثبت شوی، د تخار یو (پخوانی) قومندان ملک تاتار په ښکاره او زغرده جنرال سریع ته اخطار ورکوي. هغه د داخلي حساب‌ کتاب، پټو شخړو او نه حل کېدونکو اختلافاتو یادونه کوي او ټینګار کوي چې بېلابېلې ډلې، سره له دې چې د یووالي شعارونه ورکوي، د رښتینې همغږۍ او یووالي د رامنځته کولو توان نه لري. همدا حالت د تاوتریخوالي او وسله‌والو نښتو د ډېروالی لامل ګرځېدلی دی. دا شواهد څرګندوي چې د جنرال سریع ترور د کوم بهرني فشار پایله نه، بلکې د جبهو ترمنځ د یوه داخلي پلان په پایله کې ترسره شو، تر څو د هغه د محبوبیت له امله راټوکېدلی بالقوه ګواښ له منځه یوسي.

سربېره پر دې، د تش په نوم مقاومت جبهې د یوه مهم غړي «جنرال شیرزاد» څرګندونې هم د دې موضوع پخلی کوي، د جنرال سریع د ترور پرېکړه د هغه د نفوذ او محبوبیت د پراخېدو د مخنیوي په موخه، د عطامحمد نور، اسماعیل‌ خان او د شمال کوهدامن ټولنې د مشرانو له لوري شوې ده.

جنرال سریع د ایران مېشتو پخوانیو نظامیانو ترمنځ د پام وړ محبوبیت درلوده. همدا پراخ نفوذ د دې لامل شو چې د مخالفو جبهو مشران، د خپل سیاسي نفوذ او مقام د ساتنې لپاره، د سریع د حذف پرېکړه وکړي. دا ډول کړنې د کورنیو جګړو او بیا د شل کلن جمهوریت په موده کې هم ډېر ځله تکرار شوې وې، هغه مهال یې هم د خپلې بقا لپاره آن خپل نږدې ملګري قرباني کول.

په پایله کې ویلی شو چې د جنرال سریع وژنه یوه تصادفي پېښه یا د افغانستان د اوسني حکومت د مداخلې پایله نه وه، بلکې د افغان حکومت د مخالفو جبهو ترمنځ د ژورو اختلافاتو، سختو سیالیو او نه پخلا کېدونکو شخړو روښانه او مستقیم انعکاس دی. د اکرام الدین سریع د ترور پېښه څرګندوي چې دا شخړې نور د سیاسي رقابت او لفظي ناندریو له مرحلې اوښتي او اوس د فزیکي حذف خطرناک پړاو ته رسېدلې دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version