د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د حضرت ابو عبیده بن جراح د ملي دفاع پوهنتون څخه ۲۳۵ تنه د مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول او ټولنې ته د خدمت په پار وړاندې شول.
له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه فراغت غونډه کې د سرپرست حکومت د کابینې د غړو سربېره پکې یو شمېر غړو، مسوولینو او مشرانو هم گډون کړی و.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې وویل، چې تاسې د دې خاوري بچیان یاست، د خاورې خدمت به کوئ او د خپلو پولو سمه ساتنه به کوئ.: (تاسو د دې خاورې بچیان یاست او دې خاورې ته به خدمت کوئ او د اسلامي او ملي ارزښتونو ترڅنګ به سرحداتو ساتنه کوئ، تاسو ته ملت امېدونه لري او د ملت شتمني په تاسو مصرف شوې، بايد خپل مسووليت په ښه اخلاص تر سره کړئ؛ قومي، نژادي او سمتي تبعيض څخه ځانونه وساتئ.)
په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم گډون کړی و. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، زموږ سلفو هم قرباني ورکړې او موږ هم چمتو یو چې قرباني ورکړو.: (لکه څنګه چې زموږ سلفو قرباني ورکړې، همدارنګه به موږ هم قرباني ورکوو او خپل هېواد او خاورې ته به خدمت کوو، ملت بايد راضي کړو، ترڅو زموږ ملت زموږ سره اوږه په اوږه ودرېږي.)
پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت راهیسې نږدې هره اوونۍ سلگونه ځوانان د پولیسو او اردو لیکو ته په مسلکي ډول روزل کېږي او د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې په دندو ګمارل کېږي.
اوسمهال د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو اړوند زرګونه ځوانان د مسلکي روزنې لاندې دي، چې په نږدې وخت کې به فارغ شي او ټولنې ته به د خدمت لپاره وړاندې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version