غلام محمد توانا

هره ټولنه، يا هيودا درې حالتونه لري: پرون، نن او سبا
څه ټولنې ګوندونه يا هيوادونۀ زرين پرون لري، لۀ وخت او نړۍ سرۀ روان نن، او د يؤ پرمختللي او قوي سبا هوډ.
ډېر نور بيا د تورو تيارو، وحشت، ويرې، قتل، غلامۍ، پرديپالۍ او ظلم پرون لري او هم دغسې له دسيسو، شيطانتونو، منافقت او د هيودا او ټولنې د بربادۍ پلانونه او هوډ ډک نن.
سبا ته هم لکه د پرون او نن پلان او طرحې لري يا پرې فکر کوي.

ټلواله ډېر تياره پرون لري، داسې يو پرون چې د افغانستان د څلويښتو کلونو د ورانولو، خرڅولو، او ټوټه کولو بيناد يې کيښود.
همدې ټلوالې چې بنياد يې د جمعيت اسلامي په نوم سره شوی و خو دا نوم اصلا د دوی له فکر او د عقيدې له اصليت سره سل چنده مخالف ؤ او د رب کارونه ول چې د دغه نوم ازار ووهل او په رښتيا هم ټلواله او بيا ورپسې ډالرواله شول او د جهاد په اولو ورځو کې اولني خلک ول چې خپل اصليت ته ور وګرځيدل او له روسانو سره يې اوربند وکړ.
روس لا نه ؤ وتلی چې دوی په قومي او ژبني تعصب لاس پورې کړ او خپل منځيو جګړو ته يې کار ووايه چې ښه‌ بيلګه‌ یې په کاپيسا کې د حزب اسلامي له مجاهدينو سره مورچې ونيولې او هغوی یې له کاپيسا څخه په دې وشړل تر څو د روسانو لپاره خند جوړ نکړي.
ټلوالې کابل په بل مخ واړوه، د کابل اويا زره بې ګناه خلک يې شهيدان کړل او حتی له ښځو يې سينې پري کړې.
د برق له لاينونو نيولې ان تر شرکتونو او کارخانو هيڅ يې پرينښول.
د کابل د مکرويانو واقعه له هيچا پټه نده چې يوې پيغلې ناهيد له بلند مزل ځان را خطا کړ تر څو د ټلوالې له بې ناموسۍ خپل عزت وژغوري.

همدې ټلوالې پرون د مشر ملا صیب د سولې وړانديز رد کړ او تر هغې یې په خپل قومي او ژبني تعصب او هيواد ويجاړولو ته کار ووايه تر کومه چې امريکا راغله او دوی يې په ټانګونو سپاره کابل ته له ځان سره ننويستل.
تيرو شلو کلونو کې د افغانستان داسې ولايت کلی او کور نشته چې د امريکا په ټانګ او موټر سپرو د ټلوالې غړي يو نه يو کس بندي کړی نه وي يا يې شهيد کړی او ځورولی نه وي.
ټلوالې پرون د دې هيواد له کانونو نيولې ان تر اوبو او هوا خرڅه کړه او تجارت يې پرې وکړ.
ټلواله نن هم همدا پلان لري، ټلواله چې ځان د اسلام او جهاد وارثين بولي، ايا د همدوی په تيره شل کلنه ډموکراسۍ کې دين وطن او حتی اسلام باندې ملنډې ونه وهل شوې؟
دلته اسلامي شعاير سپک نشول؟
د دې هر څه سربيره ټلواله نن بيا را يو ځای شوې او خپل تير تاريخ د تکرارولو يو ناکامه هڅه یې شروع کړې او وايې چې موږ د دې هيواد اصلي وارثین یو او د هيودا د راتلونکي په اړه په پرديو هيودانو او د پرديو هیوادونو د استخباراتو په غيږ کې غونډي کوي او داسې پلانونه جوړوي ترڅو څنګه وکولی شي، افغانستان چې لږ په پښو د ودريدلو خواته روان دی بيا خرڅ او هډوکي يې وشپيلوي.

ټلواله نن په دې هڅه کې ده چې څنګه بيا د پرديو په اشاره او غوښتنه افغانشتان ته راشي او دغه هيواد بيا هغسې وشپيلوي لکه تيرو شلو کلونو کې یې چې وشپيلوه.

موږ متل لرو :
د سپي لکۍ چې شل کاله‌ هم په نچه کې بنده کړې، نه نيغيږي او نه سميږي بلکې هماغسې کږه وي.

فارسی کې متل دی.
هر چه بره عادت نره

ټلوالې پرون هم تور او خرڅ شوی تاريخ درلود نن هم کوښښ کوي چې تور او خرڅ شوی تاريخ جوړ کړي او سبا به بيا هم تور او خرڅ شوی تاريخ لري او تکراروي به يې ځکه فارسي کې متل دی:
ازموده را ازمودن خطاست

ځواب پریږدئ

Exit mobile version