د کورنیو چارو وزارت وایي، د پکتیا ولایت د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۴۰۷ سرتېري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له مسلکي او عقیدوي زده‌کړو فارغ شول.

د یاد ولایت والي مولوي مهرالله حماد، له فارغ شویو منسوبینو غوښتي، چې له خپلو زده‌کړو د عمل په ډګر کې ګټه پورته کړي.

نوموړي دغه راز له ولس سره نېک چلند مهم بللی او په دې برخه کې یې فارغ شویو منسوبینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version