ليکوال: اېمل پښتون
د افغانستان د مقاومت جبهې د منحل کېدو خبرونه د څو سرچینو له خوا خپاره شوي، مګر د دې خبرونو د ریښتینولۍ تصدیق کولو لپاره معتبرې سرچینې په کمه اندازه موجودې دي؛ دا احتمال شته چې د دې جبهې ځینې غړي د فشار او شرایطو له امله له فعاليت څخه لاس واخلي، خو د بشپړ منحل کېدو ته یې لا وخت پاتې دی.
د جبهې داخلي شخړې او د غړو ترمنځ اختلافات د دې منحل کېدو لامل شوي او جبهه نشي کولی د نظام په وړاندې مقاومت وکړي؛ دا منحل کېدل د افغانانو د غوښتنې او د سولې پروسې ته یوه مثبت ګام دی.
د جبهې په داخلي جوړښت کې ډېر داسې لاملونه شته، چې د منحل کېدو غوښتنه کوي، مګر خپله عملي اقدام ته زړه نه ښه کوي.
د مقاومت جبهې داخلي کشمکش:
سیاسي اختلافات: مختلفې ډلې او د بېلابېلو ګوندونو تر منځ د استراتیژیو او لیدلوریو اختلافات؛ په قومي، سمتي او دره یي جوړښتونو د واک وېش.
اداري فساد: منابع او بودجه د یو جیب خوراک ګرځېدلې ده، یوه کورنۍ هڅه کوي، چې یوازې خپلې شخصي ګټې خوندي کړي او یوازې شخصي سرمایه پړسول کېږي او په خارجي هېوادونو کې شخصي بلډنګونه ورځ تر بلې پرې لوړېږي.
د قول او عمل ترمنځ د ځمکې او آسمان هومره فرق: مشرتابه د تاجکستان، اېران او نورو غربي هېوادونو په سینماوو او هوټلونو کې عیش او نوش کوي او د انترنت له لارې د ساده لوحو او غريبو خلکو اولادونه د خپل سیاست قرباني ګرځوي.
اجتماعي شخړې: د مختلفو قومي او مذهبي ګروپونو تر منځ اختلافات، چې د همکارۍ او متحدو هڅو مخه نیسي.
نړیوال ملاتړ: د نړیوالې ټولنې د ملاتړ کموالی او د مرستو نشتوالی، په داسې حال کې، چې د جبهې مشرتابه د یهودو دروازه هم وټکوله، خو څه ترې بود نه شول.
خو په ټوله کې یو لوی لامل شتون لري، هغه دا چې موجوده نظام په داسې شکل سره عیار شوی دی، چې نورو مخالفینو ته د مخالفت هېڅ روایت نه ورپاتې کېږي او له مخالفینو سره نور یو د بل د غولونې او د ساده لوحو زلميو د غولونې هېڅ مواد په لاس کې نشته، حق دومره سرایت وکړ، چې باطل خپله میدان ورته پرېږدي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.