د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۲ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست رییس د یادو ښوونځیو د ودانیو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي چې دغه ودانۍ د یونیسف په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

د مسوولینو په خبره د دې ښوونځیو په جوړېدو سره د چار قلعه کلي سلګونه زده کوونکو ته د زدکړو زمینه برابره شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version