د ایران تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د حماس سیاسي دفتر غړی اسماعیل برهوم د غزې تړانګې پر ناصر روغتون د صهیونیستي اسرائیلو په هوایي برید کې شهید شوی دی.
د راپور له مخې، نوموړی یوه اونۍ وړاندې د صهیونیستي اسرائیلو په برید کې سخت ټپي او د دغه روغتون په بېړني واټ کې تر درملنې لاندې و.
حماس اسلامي غورځنګ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي شهادت تائید کړی.
د یادونې وړ ده چې، پر غزې تړانګې د صهیونیستي اسرائیلو د بریدونو له بیا پیل راهیسې د حماس غورځنګ د لوړپوړو غړو په ګډون له ۱۰۰۰ تنو ډېر فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي.