د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د حماس د رهبرۍ شوری له رئیس محمد درویش او د دې غورځنګ د سیاسي دفتر له یو شمېر نورو غړو سره په انقره کې کتلي.

د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د غزې وروستیو تحولاتو او د اوربند د ټینګښت لپاره روانو هڅو په اړه خبرې شوې دي. دغه راز په دې لیدنه کې د صهیونیستي رژیم له خوا غزې ته د بشري مرستو د ننوتو پر مخنیوي نیوکې شوي او دا چاره د فلسطیني ولس پر ضد د لوږې د تحمیل یوه هدفمنده هڅه بلل شوې ده.

راپورونه کاږي، دغه راز په دې لیدنه کې د نړیوالې ټولنې د هڅو پر زیاتوالي ټینګار شوی، څو غزې ته د عاجلو او دوامدارو بشري مرستو لاسرسی تضمین شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version