د حماس ډلې وياند ابو عبيده په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اسرائیلي پوځیانو وروستيو بمباريو کې د اسرائیلو اووه تنه هغه اشخاص، چې له حماس سره بندیان و، وژل شویدي.
د حماس ویاند د درې تنو بنديانو نومونه اعلان کړي او زیاته کړې یې ده، چې په دغو وژل شویو بنديانو کې يې يو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو نږدې ملګری و.
نوموړي زياته کړې ده، چې موږ له وړاندې د بنديانو د ساتنې مسؤليت لرونکو مجاهدينو سره د اړيکې قطع کېدو اعلان وکړ او باور مو درلود، چې د اسرائیلو عسکرو بمباريو کې به بنديانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.
بايد وويل شي، چې د اسرائيلي اشغالګرو په هوايي بریدونو کې تراوسه پورې تر ۷۰ ډېر له حماس سره بندي اسرائیلي وګړي وژل شوي دي.
یاده دې وي، چې تېره پنجشنبه د اسرائیلي پوځیانو په برید کې ۱۰۴ تنه هغه مهال ووژل شول، چې د مرستې د ترلاسه کولو په موخه راټول شوي و، د اسرائیلو په دغه برید کې شاوخوا ۲۸۰ تنه نور ټپیان شوي هم و.